د ډیرې همغږی رامنځته کیدو او د چارو د ښه انسجام په موخه د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ او د ملګرو ملتونو د اسکان دفتر ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي نظیف الله قلندرزي له کابل ښاروالۍ سره د اسکان دفتر له لوري د املاکو د راجستر په موخه د معلوماتي بانک رامنځته کول او د ناحیو د ګذرونو لپاره د ستراتیژیک ستنډرد پلان جوړولو چارې وستایلې او په دې برخو کې د ډیرې همغږۍ غوښتنه وکړه. د اسکان دفتر استازو د خپلو پروګرامونو په اړه وضاحت ورکړ او ژمنه یې وکړه چې،د املاکو ډیټابس د غوره تنظیم او د محصول ټولولو ډیټابیس ته د لیږد په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي. په پای کې د کابل ښاروالۍ اداري او مالي چارو مرستیال د هبیتات دفتر د چارو غوره ترسره کیدو په موخه خپل نظریات شریک کړل.
د کابل ښاروالۍ او د هبیتات دفتر ترمنځ د همغږی غونډه ترسره شوه!
6 حوت 1399