د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښکلا رامنځته کیدو په موخه په دریمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!

6 حوت 1399

د کابل ښاروالۍ له لوري د ښکلا او زرغونتیا پروګرامونو او پلانونو د تطبیق په موخه د دریمې ناحیې اړوند له وحدت پله تر جمهوریت پل پورې یو شمیر سیمې د ۲۷۰۵ مترو په اوږدوالي  له ناقانونه لرګیو پلورونکو او نورو بې نظمیو پاکې شوې. دې لرګیو پلورونکو له څه باندې شلو کلونو راپدیخوا په یاده سیمه کې ناقانونه فعالیت کاوه او د ښاري نظم عملیاتي پلان له تطبیق مخکې یو شمیر زورواکو له دې فعالیت کوونکو ملاتړ کاوه. دغه راز د دوی له لوري کابل ښاروالۍ ته سپارښتنه شوې وه څو فعالیت کوونکي په یاده سیمه کې له فعالیت منع نه کړي، خو کابل ښاروالۍ د دوی د ناقانونه فعالیت درول خپل لومړیتوب وباله او د بیلابیلو حمایوي او تقویتي پروګرامونو له لارې یې په یاده سیمه کې د دوی فعالیت ودراوه. دغه راز د دهمزنګ نوآباد سیمه هم د زرغونتیا پلانونو پاکه شوه او د جوی شیر په سیمه کې هم د ۴ زره مترمربع په اوږدوالي سیمې څخه ناقانونه غرفې او کپې پاکې شوې او د پروګرامونو تطبیق ته اماده شوه.  له عامو ملکیتونو ناسمه ګټه اخیستنه لویه سرغړونه ده په همدې موخه د قانون پلي کول په کابل ښاروال جدي اړتیا ده چې په وروستیو کې ورته مسئولانو پاملرونه کړې ده، څو د کابل ښار په بڼه کې غوره تغیر راشي.  د یادونې وړ ده چې د اقتصادې ودې او ټولیزې سوکالۍ په موخه کابل ښاروالي له سړکونو او زرغونو سیمه د غوره ګټې اخیستنې په برخه کې غوره پروګرامونه تر لاس لاندې لري، څو له یوه لوري برابرې ښاري پراختیا او له بل لوري ټولیزې سوکالۍ ته زمینه برابره شي.