د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق دوام لري

7 حوت 1399

د ښاري نظم د راتګ په موخه لاهم په بیلابیلو ناحیو کې له غصب د ځمکو د خلاصون، د بازارونو د تنظیم او د خنډونو د پاکولو په برخه کې چارې روانې دي.  په همدې لړ کې په دولسمه ناحیه کې یوځل بیا د یاد پلان په تطبیق سره، د ۱۵ ریګریشنونو ناقانونه رغونې قسما ونړول شوې او دوی ته اخطار ورکړل شو څو هر څه ژر دا سیمه چې ۲۰ جریبه ځمکه په بر کې نیسي پاکه کړي.  دغه راز په پلو لارو کې ناقانونه رغونې هم ونړول شوې او ټولو خلکو ته خبر ورکړل شو، څو له خپلسریو او قانون ماتونې ډډه وکړي.  ښاري ژوند د یو لړ ښاري اصولو او قوانینو پیرو وي، څو ټولنیز عدالت او برابرې اسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز سړکونه، پلې لارې او زرغونې سیمې عام ملکیتونه دي او له دې وروسته اجازه نه ورکول کیږي څو یو شمیر اشخاص ترې په خپله خوښه او ناقانونه ګټه پورته کړي.  کابل ښاروالي له غصب د ځمکو د بیرته راګرځولو او ښاري نظم راتګ په موخه تر پخوا ډیرې هڅې کوي، څو ښاري ژوند د قانونمنتوب لوري ته لاړ شي.