د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کثافاتو په مدیریت کې د ښځو له تجربو د ګټې اخیستنې په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو!

9 حوت 1399

د معلوماتو شریکولو او د کثافاتو په مدیریت کې د ښځو له تجربو د ګټې اخیستنې په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د اروپايي ټولنې په مرسته په څلورمه ناحیه کې د عامه پوهاوي پروګرام پلی شو. په دې پروګرام کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال سرڅیړونکي محمد فاضل شریفي په ټولنه کې د ښځو د ونډې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه،په هغه توګه چې ښځې د ټولنې په ټولنیزو مسایلو کې فعاله دي او غوره رول لوبوي،دغه راز کثافاتو په مدیریت په ځانګړې توګه د پخلنځي او چاپیریالي کثافاتو په بیل والي کې هم د ښار د پاکۍ په موخه هم غوره چارې ترسره کولای شي. نوموړي زیاته کړه چې ښځې کولای شي د کثافاتو په مدیریت کې له موږ سره په ګډه ګټورې چارې ترسره کړي، څو کابل په یو پاک او با فرهنګه ښار بدل شي.  په یاد پروګرام کې د دې سربیره په کورنیو کې د اوبو پّ مدیریت، د کثافاتو په مدیریت او دغه راز د پلاستیک د ناوړه زیانونو په اړه خبرې وشوې او ښځې وهڅول شوې څو د کثافاتو د کچې په راټیټيدو کې مرسته وکړي.  د پروګرام په پای کې د غونډې ګډونوالو ته د وچو کثافاتو د مدیریت او بیلا والي په اړه معلوماتي بستې هم وړاندې شوې.