د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل جلال اباد پر سړک د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!

8 حوت 1399

له غاصبینو د دولتي  غصب شویوځمکو د بیرته راګرځولو په لړ کې د نهمې ناحیې اړوند د کابل جلال اباد سړک پر مسیر لسګونه جریبه غصب شوې ځمکه،چې زرغونې سیمې یې په بر کې نیولې او د سړکونو د پراختیا په موخه په نظر کې نیول شوې وې له ناقانونه رغونو او خنډونو پاکې شوې.   یو شمیر شرکتونه،فابریکې او متشبیثینو چې په یاده سیمه کې یې ناقانونه فعالیت کاوه او له دې ځمکو یې ناوړه ګټه اخیسته، یو شمیر یې بیرته ترې را ګرځول شوې او د یو شمیر نورو په برخه کې به یې په راتلونکو ورځو کې اقدام وشي.  د یاد سړک یو شمیر برخې د ښاري عملیاتي پلان په تطبیق سره له ناقانونه تاسیساتو پاکې شوې او دغه راز د یاد سړک د پاتې نورو برخو لپاره هم اقدام وشي او په دې برخه کې به جدي اقدامات دوام ومومي.  له ملکیتونو د سمې ګټې اخیستنې او د قانون د حاکمیت په موخه په وروستیو کې کابل ښاروالۍ خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي، څو ډیر ژر ښاریان د غوره او مثبتو بدلونونو شاهدان و اوسي.  د کابل ښار د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره بیلابیل پروګرامونه او پلانونه تر لاس لاندې دي، څو له یوه لوري ښار معیاري پراختیا کړي او له بل لوري خلکو ته اسانتیاوې او سوکالي رامنځته شي.