الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له بازارونو څارنه وکړه!

9 حوت 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی  دتلې په 7 نېټه د ښاري نظم په موخه له بازارونو څارنه وکړه. کابل ښاروال د یادې څارنې په ترڅ کې د زیر زمینۍ پر سر لارې او تګ راتګ په برخه کې اړوند څانګو ته دنده وسپارله،څو هرڅه ژر دا لاره په معیاري توګه جوړه کړي او له هغه سمه ګټه پورته شي. دغه راز نوموړي د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مسئولانو ته یو شمیر لارښوونې وکړې،څو له امله یې ښاري نظم رامنځته شي او له بل لوري د کابل ښاروالۍ له سرچینو غوره او د ښاریانو اړتیاو ته په کتو ګټه پورته شي. کابل ښاروال دغه راز زیاته کړه چې دوی د ښار په کچه په بیلابیلو ناحیو کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په هڅه کې یو څو په دې برخه کې غوره چارې ترسره شي. کابل ښاروال مسئولانو ته وویل چې د لویو پروګرامونو په پلي کیدو کې د دوی ډیر کار ته اړتیا ده،څو د چاپیریالي اسانتیاو سربیره د بیارغونې او زیربنايي چارو ته په ځانګړې توګه هغه سیمو کې چې فرهنګي میراثونه شمیرل کیږي هم پاملرنه وشي.