د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنجشنبې تنظیفي حشر دا ځل په اتمه ناحیه کې د خلکو په ګډون ترسره شو!

د ښاري فرهنګ د غني کیدو او د ښار د کثافاتو په مدیریت کې د خلکو دګډون په موخه دا ځل پنجشنبې حشر د اتمې ناحیې په یو شمیر سیمو کې ترسره شو. په دې تنظیفي حشر کې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو سربیره، ګذر وکیلانو، د ښځو او ځوانانو شورای استازو ګډون کړی وو او د ښار په پاکۍ کې یې برخه واخیسته.  د کابل ښاروالۍ مسئولان ټینګار کوي، څو د یوه پاک،زرغون او له ککړتیا د پاک ښار راتلو په موخه، ښاریان مرسته کولای شي او له دوی هیله کوي څو په دې برخه کې له یادې ادارې سره په مرسته کولو خپله دیني هیودانۍ او ملي دنده ادا کړي.  یو شمیر بې بندوباره ښاریان د اوبو په ویالو کې د کثافاتو اچولو امله ناغیړي کوي او په دې توګه د کابل ښاروالۍ په پرسونلو دروند بار ږدي چې په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ ډیرۍ سرچینې مصرف کیږي.  د اتمې ناحیې یو شمیر ښاریانو د تنظیفي پرسونلو سره یو ځای کثافات راټول کړل چې د دوی یاد احساس د ستاینې وړ دی، د لوړ او ټیټ ولټازه ماشینونو په وسیله د اوبو له ویالو او سړکونو راټول شوي کثافات همهاله له ښاره د باندې ولیږدول شول.  د نوي کال او د نیالګیو کینولو موسم له راتګ سره سم به په راتلونکو ورځو کې د ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه ټولیز کارونه ترسره او پراخه شي.