د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ، انجنیر هارون رهیاب په دویم بست کې فني مرستیال او حمیدالله غیور په دویم بست کې اداري مرستیال په توګه،انجنیر امیدقرقل په دویم بست کې د پلان آمر او اسلام الدین احمد په دویم بست کې یاد ریاست د محاسب په توګه وټاکل شول او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شول. یاد مسئولان د لوړزده کړو او کاري تجربو لرونکي دي او کلونه یې په دې او ورته برخو کې دندې ترسره کړې دي.
د مکرویانو ساتنې،مراقبت او کار ریاست کې نوې ګمارنې!
10 حوت 1399