الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کار پیل شو!

10 حوت 1399

د شپږمې ناحیې اړوند د حاجی نبي په ښارګوټي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زرو نیالګیو کینولو کار د یادې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا او د ښځو او ځوانانو په شتون کې د کابل زرغونتیا او ښکلا په موخه پیل شو.  د شپږمې ناحیې مسئولان وايي، چې د نالګیو کینولو موسم د ښاریانو لپاره یو فرصت دی، څو د يوه ښایسته او زرغون کابل او سالم چاپیریال په موخه ښاریان له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي.  زرغونې سیمې او د ونو شتون د کابل ښار په کچه بسنه نه کوي او اړینه ده د خپلو هټیو او ملکیتونو مخې ته د یوه نیالګي په کینولو سره د خپل ښار پر وړاندې خپل دیني او هیوادنۍ ونډه ادا کړي او له زرغون اغوستونکو سره په دې توګه مرسته وکړي.  کابل ښاروالي د نیالګیو کینولو په برخه اړینه اماده ګی لري او له دوه سوه پنځوس زره دیر نیالګي به د کابل ښار په بیلابیلو ناحیو کې کینوي، چې د یاد نیالګیو په خړوب او ساتنه کې د ښاریانو همغږي او همکاري اړینه شمیرل کیږي.