د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د ملي دفاعي او امنیتي سرتیرو ورځ نمانځل شوه!

11 حوت 1399

په شپږمه ناحیه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي امنیتی او دفاعي سرتیرو ورځ د يو شمیر پولیسو،د خدماتي او ښوونیزو بنسټونو د مشرانو،د ګذر وکیلانو او د ځوانانو او ښځو په ګډون ونمانځل شوه. په یاده غونډه کې د شپږمې امنیتي حوزې آمر سمونیار بشیر احمد وویل چې،ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د تلپاتې سولې،ارزښتونو ساتلو او د خلکو د هوساینې لپاره جنګیږي. نوموړي زیاته کړه چې د نړیوال تروریزم په مقابل کې امنیتي ځواکونه په میړانه جنګیږي او هغوی زموږ د ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان نه لري. ورپسې ویناوالو په خپلو خبرو کې ټول هیوادوال په ځانګړې توګه کابل ښاریان له امنیتي ځواکونو سره همغږي او همکار دي،له دې کبله موږ د دوی ملاتړ ته دوام ورکوو. په یادو مراسمو کې د شپږمې ناحیې د اوسیدونکو له لوري یو شمیر ډالۍ پر امنیتي ځواکونو وویشل شوې او په دې توګه یې د دوی میړانه او سرښندنه وستایل. په پای کې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ګډونوالو په هیواد کې د سولې راتلو په موخه یو یو نیالګی کیناوه.