الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې ښاري سرغړونو ته رسیدنه!

12 حوت 1399

د ښار په بیلابیلو سیمو کې د غوره ټولنیزې اقتصادې ودې په موخه، د ښاري نظم او قانون منلو عملیاتي پلان تطبیق د دولسمې ناحیې په یو شمیر سیمو کې دوام لري، چې ښاري او د صنفونو سرغړونو ته د رسیدنې سربیره، د غصب شویو سیمو د بیرته راګرځولو په موخه کار کیږي او د مسئولانو دا کار به تر مخکې ډیر دوام ولري.  د یادو عملیاتو په لړ کې د غاصبینو رغول شوي ناقانونه تاسیسات ونړول شول څو د زرغونتیا او تلپاتې پراختیا پروګرامونو پلي کیدو ته زمینه برابره شي.  دغه راز په پلو لارو او سړکونو کې پاتې خنډونه م پاک کیږي او ټولو ښاریانو ته خبر ورکړل شوی دی، څو له خپلسریو او قانون ماتونې ډډه وکړي، ځکه ښاري ژوند د یو لړ اصولو او ښاري قوانینو پیرو دی، څو ټولنیز عدالت او چاپیریالي اسانتیاوې رامنځته شي.  سړکونه، پلې لارې او د زرغونو سیمو اړوند ځمکې عام ملکیتونه دي او هیڅ ناوړه ګټه اخیستونکی نشي کولای له قانون سره په ټکر کې له هغو ناوړه ګټه پورته کړي. کابل ښاروالي د ښاري نظم او له غصب د ځمکو بیرته را ګرځولو په برخه کې هڅې کوي، څو ښاریانو ته قانونمند ژوند رامنځته شي.