الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې د لومړنیو غذایي توکو کمیټې د خوراکي موادو له وضعیت څارنه وکړه!

13 حوت 1399

په کابل ښار کې د ارتزاقي موادو د کنټرول کمیټې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال،د کسب کارانو ټولنې د رئیس،د ارتزاقي موادو د صنفونو  رئیس او د امنیتي مسئولانو په شتون کې د کابل ښار په یو شمیر بازارونو کې نرخونه کنټرول کړل. د کنټرول په لړ کې د ارتزاقي موادو له یو شمیر سرغړونکو  پلورونکو سره قانوني چلند وشو او د ارتزاقي موادو له پلورونکو هیله وشوه،څو انصاف او عدالت ته پام وکړي. دا پروسه به په دوامداره توګه په نورو ناحیو کې هم دوام ولري.  له درنو هیوادوالو هیله کوو،څو د پلورونکو له لوري د سرغړونو لیدلو یا احتکار په صورت کې د جدي قانوني چلند کولو په موخه له 0744318161 شمیرې سره په اړیکه کې شي.