د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دریمې ناحیې په یو شمیر سیمو کې د ښاریانو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو!

16 حوت 1399

د پنجشنبې حشر پر دوام دا ځل د دریمې ناحیې له یو شمیر سیمو د ښاري کثافاتو د مدیریت او ښاري فرهنګ دودونې په موخه یو شمیر تیت کثافات راټول شول. په یاد حشر کې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو سربیره د ګذر وکیلانو، ښځو او ځوانانو شورای د استازو د ښار په پاکۍ او صفایۍ په موخه په یاد حشر کې ګډون کړی وو. کابل ښاروالي پاک ښایسته او له ککړتیا پرته ښار ته د لاس رسي په موخه د ښاریانو ونډه اړینه ګڼي، څو نور بنسټونه او ښاریان هم په دې برخه کې خپله دیني او هیوادنۍ ونډه ادا کړي. زیات شمیر بې مسئولیته ښاریان د اوبو په لښتیو او نامناسب ځایونو کې کثافات غورځوي او په دې توګه د کابل ښاروالۍ په تنظیفي پرسونلو دروند بار ږدي، چې له دې کبله د کابل ښاروالۍ زیات شمیر سرچینې مصرف کیږي. شهروندان شهرهای مترقی با حس مسوولیت پذیری و پیروی از اصول شهری به رفاه و ترقی رسیده اند از اینرو لازم است تا برای رسیدن جامعه سالم و شهرپاک همه دست بدست هم دهیم د پرمختللو ښارونو اوسیدونکي له مسئولیت منلو سربیره ښاري قوانینو او قواعدو ته ژمن دي، له دې کبله اړینه ده څو یوې سالمې ټولنې ته د رسیدو په موخه یو بل ته لاس ورکړو. د دریمې ناحیې اوسیدونکو د کابل ښاروالۍ له تنظیفي پرسونلو سره یو ځای له یو شمیر سیمو تیت کثافات راټول کړی چې کابل ښاروالي یې دا نیک اقدام ستايي. په یاد حشر کې له لوړ او کم ولټاژ ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې د اوبو لښتي او سړکونه له کثافاتو پاک شول او همهاله راټول شوي کثافات له ښاره د باندې ولیږدول شول. دا چې د نیالګیو کینولو په موسم کې قرار لرو او نوی کال په مخکې لرو نو له ټولو کابل ښاریان هیله کیږي څو د ښار د پاکۍ او نظافت په موخه د ټولیزو کارونو او فعال سهم له مخې په تنظیفي حشرونو او دنیالګیو کینولو په کمپیانونو کې په برخه اخیستنې سره له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي.