د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له مارکیټ تر تنظیف څلورلارې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!

17 حوت 1399

په څلورمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق پر دوام له پکتیا څلورلارې تر تنظیف څلورلارې د سړکونو دواړه لوري د ۱۵۰۰۰ متر مربع په اوږدوالي له ښاري بې نظمیو پاکې شوې.  په دې عملیاتو کې د صفنونو ناقانونه تاسیساتو، د څارویو ناقانونه پلورونکو،ریک پلورونکو،خښتو پلورونکو، میوه پلورونکو، سوپر مارکیټونو او د ښاریانو نورو سرغړونو ته چې د ښاري بې نظمۍ او د پلو لارو او سړکونو د بندیدو سبب ګرځیدل رسیدنه وشوه او دغه راز غصب شوې زرغونې سیمې له غصب وژغورل شوې. د عملیاتو په لړ کې جوړ شوي ناقانونه تاسیسات ونړول شول او د قانون له مخې جریمه او تادیب شول.  د یادې سیمې فعالیت کوونکو ته چې سیمه یې ککړه کړې وه په ځانګړې توګه څارویو پلورنکو، خښتو پلورنکو او ریګ پلورونکو ته اخطار ورکړل شو،څو په راتلونکې کې په یاده سیمه کې فعالیت ونه کړي،کنه د قانون له مخې به ورسره جدي قانوني چلند وشي. له ښاري بې نظمیو دسیمو پاکول د کابل ښاروالۍ د مسئولانو لومړیتوب دی،څو په دې توګه ښاري اسانتیاوو او اقصادي ودې ته زمینه برابره شي.  په ښاري ژوند کې اړینه ده ښاریان یو شمیر قواعد او اصولو په پام کې ونیسي.  کابل ښار د قانونمندۍ په لوري ګام اخیستی،منل یې د ټولو ښاریانو لپاره حتمي او اړین دي.