د کب له نهمې یا د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې د نمانځنو په ترڅ کې دا ځل په دریمه ناحیه کې د دولتي او غیر دولتي ادارو د استازو، ګذر وکیلانو، د ښځو او ځوانانو شورا د استازو په ګډون نمانځنه وشوه. په یادو مراسمو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو میړانې او سرښندنې وستایل شوې او دوی یې د آزادۍ، ملي ګټو او ناموس ساتونکي وبلل او زیاته یې کړه چې دوی په ټول توان د ملي نوامیسو، حاکمیت او سوکالۍ څخه دفاع کوي او په دې برخه کې له ټول توان خپلې هڅې ترسره کوي.
په دریمه ناحیه کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له ورځې نمانځنه وشوه!
17 حوت 1399