د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لومړی ناحیه کې د بازارونو نظم و څارل شو!

17 حوت 1399

د بازارونو د تنظیم په موخه د څارنې په لړ کې د لومړی ناحیې اړوند له سنګ تراشۍ تر پل خشتي سیمې سړکونه او ګلدانونو ناقانونه غرفې او کپې پاکې شوې.  دغه راز د لاسي توکو پلورونکو له یو شمیر بې نظمیو مخنیوی وشو او په دې لړ کې یو شمیر تاریخ تیر مواد راټول او څو هټیو مخې ته ناقانونه رغونې ونړول شوې. په همدې توګه یو شمیر ښاري سرغړونکي او اصناف د ۱۰۴۰۰ افغانیو په ارزښت جریمه او تادیب شول. ورته مهال له ۲۲ د بنرونو له مالکانو او اصنافو د ټکس له امله ۲۰۰۰۰ افغانۍ جریمه شول چې ټولټال ۳۲۴۰۰ افغانۍ له دې اړخه د کابل ښاروالۍ مالي حساب ته داخلې شوې. ښاري نظم او د اصنافو سرغړونو ته رسیدنه له مخکې ډیر د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري تعقیب کیږي چې دوی هڅه کوي څو په ټولو یو ډول ښاري اصولو او مقرارات تطبیق کړي. له دې کبله له ټولو صنفونو او فعالیت کوونکو هیله کیږي، څو له دې ادارې سره مرسته وکړي. کابل ښاروالي د لاسي توکو پلورونکو لپاره د کړنلارې سره برابر ځانګړي ځایونه وټاکي، څو له یوه لوري ښاري نظم رامنځته شي او له بل لوري ناقانونه پیسو اخیستلو ته د پای ټکی کیښودل شي.  کابل ښار د قانونمندۍ په لوري ګام اخیستی،له دې سره همکار او همغږي و اوسی.