د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکرویانو په سیمه کې د غاصبینو ناقانونه تاسیسات پاک او نړول شول!

18 حوت 1399

له غصب د ځمکو راګرځولو په ترڅ کې په وروستیو کې د عملیاتي پلان په ترسره کولو سره د نهمې ناحیې اړوند د څلورمو مکرویانو په سیمه کې له غصب د ځمکو بیرته راګرځولو په برخه کې اقدام وشو. په دې لړ کې د څلورمو مکرویانو د ۵ بلاک اړوند زرغونه سیمه چې پکې یې په ناقانونه توګه مېلمستون جوړ کړی وو ونړول شول او دغه راز یو بل غاصب کس چې د ۱۵ بلاک په سیمه کې یې زرغونه سیمه غصب کړې وه هم اقدام وشو او ناقانونه تاسیسات یې ونړول شول. له ملکیتونو د سمې ګټې اخیستنې او د ښاري تلپاتې نظم په موخه دا اداره هڅه کوي څو له مخې ډیر کار وکړي، څو له یوه لوري کابل په قانونمند ښار بدل شي او له بل لوري د ښکلا او عمراني پروژو ته زمینه برابره شي. کابل ښاروالي ژمنتیا لري څو د سیمو له پاکولو وروسته یو شمیر د ښکلا پروژې پلې کړي. د ښاري فرهنګ په پام کې نیول او د ښاري قواعدو او اصولو مراعات کول د ټولو ښاریانو لپاره اړین دي. ښاري معیارونو ته په کتو هغه زرغونې سیمې او په ټولو د قانون یو ډول تطبیق د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لومړیتوبونو څخه دي، څو له یوه لوري کابل ښار غوره معیاري پرمختګ وکړي او له بل لوري په یاده خدماتي اداره د خلکو باور تر بل هر وخت ډیر شي.