د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه!

18 حوت 1399

د مارچ اتمه برابره ده د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې سره؛کابل ښاروالۍ د ښځو مقام ته په کتو دا ورځ د یادې ادارې د رهبرۍ،کارکوونکو او د بیلابیلو ناحیو د ښځو شوراګانو د استازو په ګډون ونمانځله.په یادو مراسمو کې کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ښځو او نارینه وو حقونو پر مساویتوب خبرې وکړې او په کابل ښاروالۍ کې یې د ښځو مصئون فعالیت وستایه . نوموړي دغه راز وویل چې ښځې د افغاني ټولنې ژوندۍ برخه ده او په اسلام کې د ښځو رول د ارزښت او اهمیت وړ دی او اړینه ده ښځې له یو بل ملاتړ وکړي. ښاغلي سلطانزوی دغه راز وویل چې،ښځې د ناحیو د مرستیالانو په توګه د کابل ښاروالۍ لپاره ویاړ دي او زیاته یې کړه چې د دوی مثبت لیدلوری په ښاري مدیریت کې غوره رول لوبولی شي.  ښځې په ټولنیزو،سیاسي او اقتصادي مسایلو کې د ګډون سربیره اوسمهال په رغونه او بیارغونه کې هم غوره رول ادا کوي، ځکه غوره سلیقه لري،لوړ فکر کوي او په خپلو غوره نظرونو کولای شي د ښاري مدیریت برخه غني کړي. نوموړي وویل چې د ښځو مقام زموږ لپاره د ارزښت وړ دی او موږ به هڅه کوو،څو په خپل تشکیلاتي جوړښت کې د ښځو لپاره ډیرې بوختیاوې رامنځته کړو،څو دوی وکولای شي د خپلو ظرفیتونو په ګټې اخیستنې په ښاري بیارغونه کې د خپل ظرفیت او خلاقیت پر بنسټ برخه واخلي. هغه وویل چې کابل ښاروالي په پلان کې لري،څو د ښځو لپاره ځانګړي تفریحي ځایونه،پارکونه،بازارونه او مارکیټونه رامنځته کړي. کابل ښاروال وویل چې،ښځې کولای شي په خپل هغه مهم رول چې په کور کې یې لري،خپله کورنۍ له زیربناوو او اسانتیاو څخه غوره ګټې اخیستنې ته وهڅوي.  په دې نمانځغونډه کې د کابل ښاروالۍ یو شمیر زیارکښ کارکوونکي د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ له لوري وستایل شول.