الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو کې د خوراکي توکو له نرخونو څارنه دوام لري!

20 حوت 1399

په کابل ښار کې د نرخونو د کنټرول کمېټې نن د کابل ښاروالۍ د مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي په مشرۍ،د سوداګرو د استازو،د خوراکي توکو دصنفونو د استازو او امنیتي مسئولینو په ملتیا،دکابل ښار د بګرامیو په منډوي کې له نرخونو څارنه وکړه. د یادې څارنې او کڼترول په لړ کې د بګرامیو منډوي چاپیریالي ستونزې وپيژندل شوې او د اوړو د بوجیو وزن و څیړل شو.دغه راز له ټولو پلورونکو غوښتنه وشوه څو د پلور پر وخت انصاف په نظر کې ونیسي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال زیاته کړه چې،د اوړو د صادراتو په برخه کې هیڅ محدودیت نشته او موږ په منډوي ګانو کې د کاري چاپیریال او خوندیتوب په برخه کې اړین پروګرامونه ترسره کوو.