د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه د څلورمې ناحیې په کچه د نیالګیو کینولو کمپیان د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او زرغونو سیمو ساتنې مرستیالې ډاکتر مهاب عالمي،د ګذر وکیلانو او د ښځو او ځوانانو شورا د استازو په ګډون د ښکلا او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه په تایمني څلورلارې کې چې په وروستیو کې له غصب بیرته آزاده شوې پیل شو. ټاکل شوې ده په هغه سیمو کې چې د زرغونتیا وړتیا لري،بیلابیل ډوله نیالګي کینول شي،څو ښکلا او زرغونتیا ته زمینه برابره شي. له دې ډلې هغه سیمې چې له غاصبینو بیرته آزادې شوې دي هم زرغونیږي او کابل ښاروالي یې لومړیتوب ګڼي.
د څلورمې ناحیې په کچه د نیالګیو کینولو کمپیاین پیل شو!
25 حوت 1399