
د یولسمې ناحیې اړوند د لیسه مریم بازار سړک د ګلدانونو د ساتنې او ښکلا په موخه د یادې سیمې د مارکیټ لرونکو د مخکنۍ ژمنې پر بنسټ د دوی له لوري د ښاري نظم غوره کیدو په موخه کټارې ولګول شوې او زیات شمیر نیالګي پکې کینول شول. کابل ښاروالي د ټولګټو تاسیساتو په ساتنه او برخه اخیستنه کې د ښاریانو له برخې اخیستنې مننه او ستاینه کوي.



