د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په یو شمیر سیمو کې د ښاري فرهنګ دودونې په موخه تنظیفي حشر ترسره شو!

د پنجشنبې حشر پر دوام دا ځل د پنځلسمې ناحیې له یو شمیر سیمو د ښاري کثافاتو د مدیریت او ښاري فرهنګ دودونې په موخه یو شمیر تیت کثافات راټول شول.  په یاد حشر کې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو سربیره د ګذر وکیلانو، ښځو او ځوانانو شورای د استازو د ښار په پاکۍ او صفایۍ په موخه په یاد حشر کې ګډون کړی وو. کابل ښاروالي پاک ښایسته او له ککړتیا پرته ښار ته د لاس رسي په موخه د ښاریانو ونډه اړینه ګڼي، څو نور بنسټونه او ښاریان هم په دې برخه کې خپله دیني او هیوادنۍ ونډه ادا کړي. زیات شمیر بې مسئولیته ښاریان د اوبو په لښتیو او نامناسب ځایونو کې کثافات غورځوي او په دې توګه د کابل ښاروالۍ په تنظیفي پرسونلو دروند بار ږدي، چې له دې کبله د کابل ښاروالۍ زیات شمیر سرچینې مصرف کیږي.  د پرمختللو ښارونو اوسیدونکي له مسئولیت منلو سربیره ښاري قوانینو او قواعدو ته ژمن دي، له دې کبله اړینه ده څو یوې سالمې ټولنې ته د رسیدو په موخه یو بل ته لاس ورکړو.  د پنځلسمې ناحیې اوسیدونکو د کابل ښاروالۍ له تنظیفي پرسونلو سره یو ځای له یو شمیر سیمو تیت کثافات راټول کړی چې کابل ښاروالي یې دا نیک اقدام ستايي.  په یاد حشر کې له لوړ او کم ولټاژ ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې د اوبو لښتي او سړکونه له کثافاتو پاک شول او همهاله راټول شو کثافات له ښاره د باندې ولیږدول شول.  د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست هره ورځ د تولیدي کثافاتو له ډلې د ښار په کچه ۲۸۰۰ ټنه کثافات راټولوي او دا ریاست یوازې له ۱۸ سوه تر ۱۹ سوه مټریک ټنو د لیږد وړتیا لري،هیله ده ښاریان خپل د پخلنځيو وچ او لامده کثافات سره بیل کړي. دا چې د نیالګیو کینولو په موسم کې قرار لرو او نوی کال په مخکې لرو نو له ټولو کابل ښاریان هیله کیږي څو د ښار د پاکۍ او نظافت په موخه د ټولیزو کارونو او فعال سهم له مخې په تنظیفي حشرونو او دنیالګیو کینولو په کمپیانونو کې په برخه اخیستنې سره له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي.