د شپاړلسمې ناحیې په کچه د نیالګیو کینولو ملي کمپاین د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او زرغونو سیمو د ساتنې مرستیالې ډاکتر مهتاب عالمي،مشرانو،عالمانو، د ګذر وکیلانو او د یادې ناحیې د یو شمیر ښځو او ځوانانو په ګډون پیل شو. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او زرغونو سیمو د ساتنې برخې مرستیالې د زرغونو سیمو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د یادو نیالګیو د ساتنې او خړوب لپاره ځانګړې لارې چارې ترلاس لاندې لري چې د ښاریانو په مرسته به وکولای شي ډیر شمیر سیمې زرغونې کړي او په دې توګه به د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا شاهدان و اوسو. نوموړې وړاندې وویل چې،هغه سیمې او پارکونه چې د شپاړلسمې ناحیې په کچه د زرغونتیا وړتیا لري د یوه تخنیکي ټیم له لوري یې څیړنه روانه ده چې په بیلابیلو پړاونو کې به یې په اړه اقدام وشي، څو د ناحیو اوسیدونکي د زرغونتیا او ښکلا شاهدان و اوسي. په دې کمپاین کې سلګونه بیلابیل ډوله نیالګي کینول شول او ټاکل شوې ده چې د یادې ناحیې په کچه د تیر کار په پرتله ډیر نیالګي کینول شي څو د سیمو زرغونتیا ورسره لا ډیره او پراخه شي.
په شپاړلسمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو!
26 حوت 1399