د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یولسمې ناحیې په کچه د نیالګیو کینولو کار پیل شو!

26 حوت 1399

د یولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې مینې د لومړی حصه په ګولايي پارک کې د نیالګیو کینولو او د ښځو لپاره د یوه ځانګړي پارک جوړولو کار د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا او پلان جوړونې مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک له لوري  د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مسلکي معین عزت الله صدیقي او د سیمې د یو شمیر مشران په ګډون پیل شو. د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا او پلان جوړونې مرستیال د پارکونو جوړولو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د پارکونو رغولو په برخه کې د خپلو پروګرامونو د اعلان ترڅنګ د زرغونو سیمو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې،د یادو نیالګیو د خړوب په برخه کې ځانګړي لارې چارې تر لاس لاندې لري څو په دې برخه کې مدیریتي بڼه غوره شي. نوموړي زیاته کړه چې په زرغونتیا کې د ښاریانو په ونډې اخیستو سره کولای شو د ښایسته او غوره کابل شاهدان و اوسو.  نوموړي وړاندې وویل چې،هغه سیمې او پارکونه چې د زرغونتیا وړتیا لري د یوه تخنیکي ټیم له لوري یې څیړنه روانه ده چې په بیلابیلو پړاونو کې به یې په اړه اقدام وشي، چې له دې ډلې په ګولايي پارک کې د لس جریبه ځمکې په پراخوالي ځمکه کې د مصئون تفریحي ځای د رغولو کار د یادونې وړ بولو چې په بنسټیزه توګه به جوړ شي.