د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې ښاریانو د کمال خان بند له جوړیدو او د ښاروالۍ له پروګرامونو ملاتړ هرکلی وکړ!

28 حوت 1399

د نهمې ناحیې اوسیدونکو په یوه راټولیدنه کې د کمال خان بند له جوړیدو چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او ورسته به د نیمروز ولایت او ورڅیرمه سیمو په اقتصادي وضعیت کې غوره تغیر راشي،هرکلی وکړ او دغه راز یې د ښار د ابادۍ او سوکالۍ په برخه کې د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو ملاتړ وکړ. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي په یاده راټولیدنه کې وویل چې،د کمال خان بند په جوړیدو سره به د نیمروز ولایت زیات شمیر کارګرانو ته بوختیاوې رامنځته شي او له اوبو څخه په ګټې اخیستو به یې په کرنیزه او بریښنايي برخه کې غوره تغیر راشي. ښاغلي شریفي وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په پلان کې لري څو د کابل ښار په کچه زیات شمیر زیربنايي پروژې پلې کړي او په دې توګه د کابل ښاریانو لپاره په اقتصادي،ټولنیزو چارو کې اسانتیاوې او بوختیاوې رامنځته شي. نوموړي وویل چې د معلوماتو له مخې اوسمهال په هیواد کې ۷۸ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي او د هیواد په کچه د کرنیزو سیمو شتون ته په کتو اړینه ده کمال خان بند ته ورته نورې ټولګټې او لویې پروژې هم پلې شي. د کمال خان بند د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته په ۹۵ کیلو مترو او د چهاربرجک ولسوالۍ شمال لوري ته په ۱۸ کیلو مترۍ کې د ۵۲ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کیدو په وړتیا سره جوړ شوی دی