الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل د ختیځ زون ناحیو اوسیدونکو د کمال خان بند له پرانیستې او جوړیدو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې هرکلی وکړ!

30 حوت 1399

له کمال خان بند لویې پروژې د کابل ښاریانو د هرکلي پر دوام، د ختیځ زون ناحیو اوسیدونکو د دوه ویشتمې ناحیې په کوربتوب د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد بند له جوړیدو او پرانیستې هر کلی وکړ او یاده پروژه یې د هیواد لپاره بنسټیزه پروژه وبلله.په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي د یادې ناحیې د اوسیدونکو له هیودانۍ مینې په مننې وویل چې،د یاد بند په جوړیدو سره به د خلکو او حکومت لویه هیله چې له کلونو کلونو را پدیخوا یې درلوده او هغه  د اوبو مدیریت دی ترلاسه شي. د کمال خان بند پروژه به په ۱۴۰۰ کال کې ګټې اخیستنې ته وړاندې شي. د کمال خان بند د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته په ۹۵ کیلو مترو او د چهاربرجک ولسوالۍ شمال لوري ته په ۱۸ کیلو مترۍ کې د ۵۲ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کیدو په وړتیا سره جوړ شوی دی.  د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د کابل ښار د بیلابیلو ناحیو اوسیدونکو له دې لویې پروژې د بیلابیلو پروګرامونو په ترڅ کې هرکلی کړی د دی.