د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د قانون او ښاري اصولو په پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ!

30 حوت 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ده افغانانو سیمې د زیر زمینۍ د رغونو له چارو او دغه راز د یو شمیر پلو لارو له کیندلو څخه چې د یو شمیر شرکتونو له لوري په پلانه توګه کیندل شوې دي څارنه وکړه او د زیرزمینیو د معیاري رغونې سربیره یې مسئولانو ته لارښونه وکړه،ځو هغه حقيقي او حکمي اشخاص، شرکتونه او بنسټونه چې پلې لارې يې په غیر معیاري او ناقانونه توګه کیندلې دي تر جدي قانوني څیړنې لاندې ونیسي. کابل ښاروال وویل چې هیڅ اداره او شرکت حق نه لري،پرته له کابل ښاروالۍ څخه تر همغږۍ  پلې لارې او سړکونه وکیندي. د کابل ښار په یو شمیر سیمو کې یو شمیر شرکتونو او ادارو په غیر معیاري توګه پلې لارې او سړکونه کیندلي دي چې د دوی دا کار به د کابل ښاروالۍ له لوري په جدي توګه وڅیړل شي. ښاغبي سلطانزوی د کابل ښار د زرنګار پارک په یوه برخه کې د امنیتي ځواکونو له میشت کیدو چې د دې تاریخي میراث د ککړتیا سبب ګرځیدلي او دغه راز د پشتني بانک اړوند د  یو برخې په اړه چې ښه وضعیت نه لري، اړوند مسئولانو ته لارښونه وکړه څو هر څه ژر په دې برخه کې اقدام وکړي.