د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پلاستیکي کڅوړو کارونې د کمښت په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو!

2 حمل 1400

کابل ښاروالۍ له کابل ښاروالۍ د ملاتړ پروژې په مرسته د صنفونو یو شمیر استازو ته له پلاستیکي کڅورو د کم کار اخیستو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ. د ښاریانو له لوري له پلاستیکي کڅوړو ناسمه او په تیت پرک توګه ګټه اخیستنه د اندیښنې وړ ده،پلاستیک روغتیا ته زیان رسوي او د دې سربیره چاپیریال هم زیانموي چې، کابل ښاروالي د پلاستیکي کڅورو په کمیښت کې د ښاریانو مرسته اړینه بولي او هیله لري،څو ښاریان له پلاستیکي کڅورو څخه د امکان تر بریده ګټه پورته نه کړي او دغه راز د خپلو هټیو، کورونو او سیمو مخې لښتیو ته زیاته پاملرنه وکړي او په هغه کې پلاستیکي توکي ونه غورځوي،څو تر یوه بریده د هوا له ککړتیا مخنیوی شوی وي. په یاد پروګرام کې دبیلابیلو ناحیو صفنونو او اوسیدونکو ته د پلاستیک د زیانونو او سالم چاپیریال په اړه معلومات وړاندې شول او دغه راز له تکه يي کڅوړو ګټې اخیستنې ته وهڅول شول او په هغوی یو شمیر تکه یي کڅوړې وویشل شوې. د کابل ښاروالۍ د تنظیف او چاپیریالي روغتیا ریاست له څه مودې را وړاندې د پلاستیک او پلاستیکي کڅوړو څخه د ګټې نه اخیستنې په اړوند پرلپسې پروګرامونه ترسره کړي دي او په دې برخه کې یې نانوایانو،هوټلونو او نورو فعالیت کوونکو ته اړینې سپارښتنې کړې دي،څو چاپیریال له دې ډیر ککړ نه شي.