الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکو له نوي کال او د کمال خان بند له پرانیستې نمانځنه وکړه!

2 حمل 1400

د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکو د هیواد د اوبو د مدیریت په موخه د کمال خان بند له پرانیستې چې د هیواد د اقتصادي وضعیت په غوره کیدو کې مهم رول لري نمانځنه وکړه. د ناستې ګډونوالو هر یوه د هیواد د ابادۍ په برخه کې د غوره پلانونو او پروګرامونو له پلي کیدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د هیواد راتلونکی روښانه ویني. د کمال خان بند په پرانیسته او د اوبو په راګرځولو سره به په کرنیزه،بريښنايي او اقتصادي برخو کې د غوره تغیر شاهدان و اوسو. د ناستې ګډونوالو دغه راز د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت له لوري د لویو پروژو او پروګرامونو لکه په وروستیو کې د مهمو اقتصادي او زیربنايي پروژو له پلي کیدو خوښي وښوده او په دې برخه کې یې خپل ملاتړ اعلان کړ.