د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال یو ځل بیا کابل ښاریانو ته د خدمت کولو ژمنه تازه کړه!

2 حمل 1400

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی،مرستیالان،د ناحیو او مرکزي ریاستونو رئیسان او د دې لویې خدماتي ادارې نور کارکوونکي د کابل په ښایسته سیمه بابر بڼ کې د یو شمیر دولتي چارواکو،هنرمندانو،فرهنکیانو،شاعرانو او د پوهنتون د استادانو د نوي ۱۴۰۰ کال د پیل او نوروز په اړوند په یوه رنګین ماښام کې کوربانه وو. کابل ښاروال په دې پروګرام کې د نوي کال او نوې پیړۍ د پیل په موخه د مبارکۍ ترڅنګ د ۱۴۰۰ کال لپاره د خپلو پروګرامونو او پلانونو په اړوند ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د دې سربیره یې کابل ښاریانو ته د خدمت کولو ژمنه یو ځل بیا تازه کړه او دغه راز د لوی خدای ج له دربار څخه په هیواد کې د سراسري سولې غوښتنه وکړه . نوموړي له فساد او مافیا سره د مبارزې، له غصب د سیمو بیرته راګرځولو،د لسګونو سړک جوړونې پروژو له پلي کیدو،د تنظیفي او زرغونتیا د وضعیت غوره کیدو،د لاسي توکو پلورونکو، د واټونو د تنظیم،د زیربنایي چارو د سرعت، له ناقانونه او خپلو سرو ودانیو جوړولو څخه د مخنیوي او لسګونه نورو موارو په اړوند د خپلو ترسره کړو کړنو یادونه وکړه او د پروګرامونو په پلي کیدو کې یې له کابل ښاریانو د همکارۍ هیله وکړه. کابل ښاروال وویل چې د دې ښار اوسیدونکي قدر پیژني او د کابل ښار وروستي تغیرات ستایي،چې د دوی دا کار د خدمت کولو په برخه کې دوی ته نوره انرژي هم ورکوې او په نوي کال کې به ښاریان د غوره او مثبت بدلون شاهدان و اوسي. ښاغلي سلطانزوی زیاته کړه چې  په راتلونکي کال کې د کاري پروسو تنظیم،د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د وخت له ضایع کیدو څخه د مخنیوي،ظرفیت لوړونې،مسلکیتوب،له فساد سره د مبارزې،د ترافیکو د مدیریت،د ګڼې ګوڼې کمښت او د لاسي توکو د پلورونکو تنظیم مقررې تطبیق،د ودانیزو سرغړونو د مخنيوي،د پروژو د سرعت او کیفیت، د اقتصادي دهلیزونو رغونې، برابرې پراختیا، د ښاري بسونو فعاله کیدو،ښاري فرهنګ او یو شمیر نورو برخو کې اړینې چارې ترسره کړي او ویې ویل چې،په نیږدې ورځو کې به ښاریان د یو شمیر مهمو پروژو د پیل شاهدان و اوسي. کابل ښاروال دغه راز وویل چې دکړنلارو په جوړولو او پروګرامونو کې د پوهانو نظرونو او وړاندیزونو ته جدي اړتیا لیدل کیږي،څو په یو فکر تر پخوا ډیر معیارونو ته په کتو د کابل ښار د پراختیا شاهدان و اوسو. هغه دغه راز وویل چې د لویو او سنجول شویو پلانونو له مخې به په راتلونکي ۱۴۰۰ کال کې د قانونمندۍ او عمراني برخو کې کار وشي. ښاغلي سلطانزوی وویل چې ۱۴۰۰ کابل به د عمراني تاریخ پیل او سوکالۍ او بریالیتوب کال وي. په دې مراسمو کې ګډونوالو په خپل وار د نوروز او نوي کال په تاریخي،فرهنګي، د پسرلي په ستاینه او د ارزښتونو د ساتلو په برخو کې ویناوې وکړې. ګډونوالو شعرونه او ادبي ټوټې واورولې او د موسیقی،تیاتر او نندارې له لارې یې د دې خاورې ارزښتونه او عنعنات نندارې ته وړاندې کړل،چې د ګډونوالو له لوري به هرکلي سره مخ شول.