له ښاره د کثافاتو او ودانیزو توکو راټولولو په لړ کې هغه ودانیز توکي او تیت کثافات چې له بده مرغه په بې ځایه ځایونو کې غورځول شوي وو او د څوارلسمې ناحیې اړوند د قرغې او پغمان سیمو ښکلا یې زیانمنه کړې وه راټول شول. کابل ښاروالي د کثافاتو راټولولو په برخه کې ژمنتیا لري او د یادې سیمو د کثافاتو راټولول به څو ورځې نور هم دوام ولري. په دې برخه کې د قرغې بند او پغمان سیمو د اوسیدونکو برخه اخیستنه د ستایلو وړ ده او موږ ترې مننه وکو. د قرغې بند سیمې د پاکولو په موخه د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري کارونه دوام لري او دا تر څو راتلونکو ورځو به دا سیمه په بشپړه توګه پاکه شي.
د پغمان او قرغې بند له سیمو د ودانیز توکو او نورو کثافات راټولولو کار دوام لري!
2 حمل 1400