الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په عمومي سیمو کې د پسرلي او د( کمال خان بند پرانیستې) په اړه اشتهارات نصب شول!

4 حمل 1400

د لسمې ناحیې اوسیدونکو په ځانګړې توګه د یادې سیمې صنفونو د پسرلي د زیري او د کمال خان بند د پرانیستې په خوښۍ او ښې راتلونکې په موخه د یادې ناحیې په یو شمیر عمومي سیمو د اشتهاراتو په نصب کولو هرکلی وکړ.  په نیمروز ولایت کې د کمال خان په جوړیدو او پرانیستې سره به زرګونه کارګرانو ته د بوختیاو موندلو زمینه برابره شي او د دې سربیره به د بريښنا په تولید او د ځمکو په خړوب کې مهم رول ولوبوي. اوس مهال د هیواد تر ۷۸ سلنه ډیر وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې د خاصل خیزو ځمکو او اوبو شتون به دا برخه نوره هم غني کړي او اړینه ده کمال خان بند ته ورته نورې لویې ټولګټې هم پلې کړي. د کمال خان بند د نیمروز له ولایت له چاربرجک ولسوالۍ سره په ۱۸ کیلو مترۍ او له زرنج سره په ۹۵ کیلو مترۍ کې موقعیت لري چې د دوه میلیونه متر مکعب اوبو په ذخیره کولو سره کولای شي اتیا زره هکټاره ځمکه خړوب کړي او ۹ میګاواټه بريښنا تولید کړي.