د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملي شورا غړې مریم کوفي د شیرپور پر سړک په خپله خوښه خپل خنډونه لرې کړل!

5 حمل 1400

د ملي شورا غړې مریم کوفي د لسمې ناحیې اړوند د شیرپور پر سړک خپل اړوند دوه کانتینرونه چې د پلو لارې د بندیدو سبب ګرځیدل په خپله خوښه لرې او تنظیم کړل،چې کابل ښاروالي د آغلې کوفي له دې نیک اقدام مننه کوي او اړینه بولي څو ټول ښاریان په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي. سړکونه او د پلو لارې عام ملکیتونه دي چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري. له خنډونو پرته د سړکونو او پلو لارو په شتون سره به د ښار په ګڼه ګوڼه کې کمښت راشي او ورسره به د ښار بڼه غوره شي.