د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نیالګیو کینولو کمپاین له پیل تر اوسه د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې تر اوسه له ۱۴۶ زره ډیر نیالګي کینول شوي دي!

5 حمل 1400

د نیالګیو کینولو ملي کمپاین له پیل تر اوسه د کابل ښار په بیلابیلو ناحیو کې له ۱۴۶ زره دیر نیالګي کینول شوي دي او دا لړۍ د کابل ښار په کچه روانه ده. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او د زرغونو سیمو ساتلو چارو مرستیالې ډاکتر مهاب عالمي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې ټاکل شوې ده دا لړۍ د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې تر اتمې نیټې پورې دوام ومومي. نوموړي وویل چې د نیالګیو کینولو په برخه کې د اړوند ادارو ترمنځ همغږي له پخوا ښه شوې ده.