د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه د کابل ښاروالۍ ښاري بسونو فعالیت پیل کړ!

7 حمل 1400

د کابل ښاروالۍ ښاري بسونو د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له لوري د کارته نو-احمدشاه بابا مینې پر مسیر فعالیت کړ. یاد ۲۰۰ ښاري بسونه به د ښار په کچه په ۱۶ مسیرونو کې فعالیت کوي چې نن یې یوازې ۵ هغو په ازمایښتي توګه فعالیت پیل کړ. کابل ښاروال د ښاري بسونو د فعالیت په اړه وویل چې،یاد بسونه د امریکا د پیژندل شوي شرکت ای سی بي تولید دی چې په معیاري توګه به کرایه اخلي او په یو ځل د ۴۰ مسافرو د لیږد وړتیا لري. له یادو بسونو څخه به په ګټې اخیستنې په ترافیکي جریان کې غوره بدلون راشي او د دې سربیره به په اقتصادي برخه کې غوره تمام شي او ښاریانو ته به د لیږد را لیږد په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي. د یادو بسونو ساتنه چې ملي شتمني ګڼل کیږي د ټولو ښاریانو دنده ده . اړینه ده په برخه کې هر څوک خپله ملي او ښاري دنده ادا کړي او ټولنیز چلند پکې په پام کې ونیول شي. یاد بسونه به د ۵ ترمینلونو او ۲۶۴ تم ځایونو په لارې په بیلابیلو لورو کې فعالیت کوي،څو د ښاري نظم راتک سربیره غوره ټولنیزې او اقتصادي اسانتیاوې رامنځته کړي.