الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په هیواد کې د سراسري سولې راتلو په هیله د کاغذپران فیستوال ترسره شو!

7 حمل 1400

په هیواد کې د سراسرې سولې راتلو په هیله د روان ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۶ نېټه، د رسنیو د استازو،فرهنګي شخصیتونو،ځوانانو، د کابل پوهنتون د محصلانو ټولنې او د کابل ښاروالۍ د مسئولانو په ګډون، په وزیر محمد اکبرخان تپه کې د کاغذپران فستوال ترسره شو. ګډونوالو هیله وکړه چې نوی کال دې د (سولې کال) په نوم ونومول شي.د کاغذپران لوبه د دې خاورې خلکو یوه پخوانۍ او فرهنګي لوبه ده،کاغذپران هغه الوتونکی دی چې په هوا کې بې ځانه بې روحه الوت کوي او لوبغاړو ته خوښي ور وبښي. یاد فیستوال به دوام ولري او په ټوله کې به ۱۰۰۰ کاغذپران له تار سره وویشل شي، چې زیات شمیر فرهنګیان او ځوانان به پکې ګډون وکړي او کابل ښاروالي به د فیستوال ترسره کیدو لپاره زمینه برابروي.