له غصب د ځمکو بیرته راګرځولو او د ښاري نظم عملیاتي پلان پر دوام،د دیارلسمې ناحیې اړوند د کروغ غره په سیمه کې ۱۵ جریبه ځمکه له غصب بیرته را وګرځول شوه. په یادو عملیاتو کې ۳۰ نومرې چې غاصبینو غصب کړې وې او دیوالونه یې هم چاپیر شوي وو،د سرغړونکو او غاصبینو له مقاومت سره سره ونړول شوې او مسئولان په دې هڅه کې دي،څو اصلي غاصبین وپیژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري. کابل ښاروالي هغه ملکیتونه او غصب ځمکې چې د یو شمیر غاصیبینو له لوري غصب شوې دي او له هغو ناوړه ګټه پورته کوي تر بل هر وخت جدي کار کوي. له غصب د ځمکو بیرته راګرځولو سره به له یوه لوري د قانون حاکمیت تمثیل شي او له بل لوري به د عمراني پلانونو تطبیق ته زمینه برابره شي. له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.
په دیارلسمه ناحیه کې ۱۵ جریبه ځمکه له غصب بیرته را وګرځول شوه!
8 حمل 1400