د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري په پلاني سیمو د غیر پلاني سیمو بدلولو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو!

9 حمل 1400

ښاري تاسیساتو ته د غوره لاس رسي او په پلاني سیمو د غیر پلاني سیمو بدلولو او دغه راز د ځمکو بیا پراختیا او تنظیم پروژو د تطبیق په اړه د پنځمې ناحیې د ګذر وکیلانو ته د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. د پروګرام پرمخ وړونکو په وینا د یادو پروژو په تطبیق سره به ښاري ستونزې حل،د ښاریانو رضایت ترلاسه او د سیمو غوره اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. په یاد پروګرام کې د ځمکو د بیا پراختیا پروژ،ښاري بیا پراختیا پراختیا او تطبیق په اړه د ګذر وکیلانو ته معلومات وړاندې شول او په پلاني سیمو د غیر پلاني سیمو اړول جدي اړتیا وګڼل شوه. کابل ښاروالي ژمنتیا لري،څو د ځمکو د استملاک،نویو لارو چارو او ښاري بیا پراختیا پر بنسټ پروژې پلې کړي. د کابل ښاروالۍ د ځمکو بیا پراختیا او بیارغونې امریت له لوري د دوست جاپان هیواد د  (JICA)  دفتر په مرسته د پلاني او غیر پلاني سیمو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام له کلونو راپدیخوا عملي کوي،چې په ټوله کې د کابل ښار ماسټر پلان په بر کې نیسي او د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروژو تر چتر لاندې به د تخنیکي اسنادو او پلانونو تر بشپړیدو وروسته به عملي شي. له دې کبله کابل ښاروالي په دې برخه کې له درنو ښاریانو په ځانګړې توګه د غیر پلاني سیمو له اوسیدونکو د همکارۍ هیله کوي.