د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لومړی ناحیه کې د بازارونو نظم وڅارل شو!

12 حمل 1400

د ښاري نظم لپاره د جوړو شویو پلانونو بر بنسټ،یوځل بیا د لومړی ناحیې مسئولانو له عمومي پله تر مرکزي پولی کلینیک او د سنګ تراشۍ کوڅې د بازارونو نظم وڅارل شو، چې په پایله کې یې د لاسي توکو پلورونکو او کراچیو فعالیت په یو ډول تنظیم شو او د سرغړونکو له جریمې سربیره د دوی فعالیتونه هم ودرول شول. په دې برخه کې یو لړ حمایوي او تقویتي پروګرامونه د پلي کیدو په حال کې دي چې، په راتلونکي کې به ورسره کابل د کلي ښاري نظم څښتن شي او د لاسي توکو پلورونکو او کراچیو ستونزې ته به په بې مخینې توګه د پای ټکی کیښودل شي. په بیلابیلو سیمو کې د ګڼې ګوڼې د کمیدو په موخه نوې لارې چارې ترلاس لاندې دي چې په بیلابیلو پړاونو کې به عملي شي. د لیني موټرو تنظیم،له پلو لارو او سړکونو د پاتې خنډونه لرې کول د یاد پلان برخه ده،څو د لاسي توکو پلورونکو او نورو هغو کسانو چې ښاري نظم یې ګډوډ کړی دی فعالیتونه تنظیم شي.