د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د بازارونو تنظیم او ښاري سرغړونو ته رسیدنه دوام لري!

12 حمل 1400

د دولسمې ناحیې اړوند د ملالۍ څلور لارې سیارې کراچۍ او لاسي توکي پلورونکي یو ځل بیا تنظیم او ځای پر ځای شول او د یادې څلور لارې فرعي سړکونه د ښاري بسونو او د لیږد وسایلو پر مخ خلاص او آماده شول. دغه راز له کمپلکس روغتون تر بتخاک کلي پورې د ودانیزو توکو پلورونکو لکه ریګ پلورونکو،کرش،سمنټ پلورونکو،خښتو پلورونکو او نورو ته وخت ورکړل شو،څو هر څه ژر دا سیمې پریږدي. په همدې توګه بتخاک او مرکزي محبس ته نیږدې په استملاکي سیمو کې په خپل سر او د کابل ښاروالۍ له اجازې پرته جوړې شوې ودانۍ ونړول شوې او دې لویې ښاري سرغړونې ته رسیدنه وشوه. د یو شمیر هټیو مخې ته ناقانونه رغونې چې پلې لارې یې بندې کړې کړې وې ونړول شوې او سرغړونکي یې جریمه شول او دغه راز د یو شمیر سرغړونکو هټۍ مهرلاک شوې. ښاري نظم د ټولو ښاري اصولو او قواعدو په مراعات پورې اړه لري چې اقتصادې ودې او ټولنیزې سوکالۍ ته زمینه برابروي.