د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اولسمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین پراخ شو!

16 حمل 1400

د زرغونو سیمو د پراختیا او ښکلا په موخه د اولسمې ناحیې د مسئولانو یو ځل بیا د یادې ناحیې په تهیه مسکن او نوروهغه سیمو کې چې د زرغونتیا وړتیا لري،سلګونه نیالګي کینول او په دې توګه یې په یاده ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین پراخ کړ. په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي، د کابل د چاپیریال ساتنې رئیس محمد کاظم همایون،د یادې ناحیې اوسیدونکو او مشرانو ګډون کړی وو. ټولو ژمنه وکړه چې د کابل ښار په زرغونتیا او ښکلا به پراخوي او د کینول شویو نیالګیو ساتنه به کوي. په کابل ښار کې د زرغونو سیمو پراختیا له ارزښت ډکه موضوع ده، چې ورسره د خلکو په ټولنیز او اقتصادي او ښاري ژوند کې غوره بدلون راځي. په دې برخه کې د ټولو ښاریانو ونډه او همکاري ښاري مسئولیت دی چې موږ هیله لرو راسره همغږي او همکار و اوسي. په یاد پروګرام کې د نورو ادارو او بنسټونو استازو هم ژمنه وکړه چې د کابل ښار د زرغونتیا په برخه کې به خپل مسئولیت ادا کوي او دا یې ښه فرصت وګاڼه، څو د کابل ښاریانو ژوند ورسره غوره شي. ټولو موخو ته په رسیدو کې په ګډ کار ټنګار وکړ او د یادې ناحیې اوسیدونکي او مسئولان یې وهڅول.