الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري ښکلا د دوه پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې!

18 حمل 1400

د ښاري ښکلا په موخه د دریمې ناحیې اړوند په سرای غزني او د کابل پوهنتون د وروستي تم ځای په سیمه کې دوه پروژې بشپړې او د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له لوري ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې. کابل ښاروال د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال مسئولانو ته لارښوونه وکړه چې د ښاري ښکلا په موخه نوي پروګرامونه په لاره واچوي، څو خلکو ته ښه او هیله بښوونکی حس ورکړي. د ښاري ښکلا یادې پروژې په سرای غزني سیمه کې د ۳۰۱۳ مترمربع په پراخوالي او د کابل پوهنتون په تم ځای کې د ۱۲۳۶ متر مربع په پراخوالي په یادو سیمو کې له غصب وروسته پلې شوې، چې پکې د پلو لارو رغونه، د اوبو لښتیو رغونه ، دسړک جدولونو رغونه ،تنویر، چمن کرل او د نیالګیو کینول شامل دي، چې چارې یې په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ له لوري بشپړې شوې دي.