د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورت معین معرفي شو!

18 حمل 1400

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۴۰۰ کال د وري د ۱۶۹ نیټې د حکم پر بنسټ،سهراب صدیقي په مافوق رتبه بست کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو او ترانسپورټي چارو د مرستیال په توګه وټاکل شو او د وري په ۱۸ نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له لوري دیادې ادارې کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. کابل ښاروال د ښاغلي صدیقي د پیژندګلوی په مراسمو کې وویل چې، د ودانیزو او ترانسپورټي چارو معنیت د کابل ښاروالۍ له مهمې او کلیدي برخو شمیرل کیږي چې له دې وروسته به یې د ډیرو او غوره فعالیتونو شاهدان و اوسو. په وروستیو کې له تشکلاتي پړسوب څخه د مخنیوي په موخه د ترانسپورټي چارو معنیت له ودانیزو چارو معنیت سره ګډ شو او د کابل ښاروالۍ د ودانیزو او ترانسپورټي چارو د معنیت تر سرلیک لاندې یې فعالیت پیل کړ. کابل ښاروال په اداره کې بدلون اصل یاد کړ او ویې ویل چې هیڅوک په یوه بست او ځای کې تر پایه نه پاتې کیږي او معمولا د کارونو د ښه ترسره کیدو په موخه بدلون رامنځته کیږي. ښاغلي سلطانزوی د صدیقي له تیرو کړنو یادونه او ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د بدلون او ادغام له مخې به دا معینیت لا نور هم غښتلی شي.نوموړي دغه راز هیله وښوده چې کابل ښاروالي به وکولای شي هغه پروژې چې لومړیتوب لري په سرعت او دقت بشپړې کړې او په ترانسپورټي او ښاري ترافیکو برخو کې به غوره خدمتونه وړاندې شي. ښاغلی صدیقي په سیول انجنیرۍ کې د امریکا د مونتانا ایالت له پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړې او له دې مخکې یې د کابل ښاروالۍ د ترافیکو د انسجام له ریاست څخه سرپرستي کړې او د دې ترڅنګ یې د یوې مودې لپاره د کابل ښاروالۍ د تخنیکي ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ له معینیت څخه سرپرستي کړې ده.