د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې!

19 حمل 1400

د چارو د ښه تنظیم او خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د مدیریتي سیسټم د غوره کیدو په موخه د یادې ادارې یو شمیر مسئولان تغیر او په یو شمیر نوې په دنده وګمارل شول. کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د نویو ګمارل شویو مسئولانو د پیژندګلوی په غونډه کې وویل چې،تغیر یو اصل دی او یاد بدلونونه د چارو او ادارې د غوره کیدو په موخه رامنځته شوي دي. په املاکي چارو کې د کابل ښاروال ستر سلاکار محمد یاسین هلال تبدیلا د مقام د دفتر رئیس په توګه،د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبدالتواب احمدي تبدیلا د دویمې ناحیې د رئیس په توګه،د اتمې ناحیې رئیس فایق احمد تسل تبدیلا د کار ساتنې او مراقبت د رئیس په توګه،د پنځلسمې ناحیې مرستیاله آغلې آمنه مایار تبدیلا د پنځلسمې ناحیې د رئیسې په توګه، د مارکیټونو د تنظیم مرستیال الهام کبیر تبدیلا د مارکیټونو د تنظیم د رئیس په توګه،احمد ذکي غفاري د ښاري ترانسپورټ او ترافیکي چارو د رئیس په توګه،د مردمي چارو رئیس فخرالدین فایض تبدیلا د حقوقي رئیس په توګه،د څوارلسمې ناحیې مرستیال اخترمحمد سمیح د څوارلسمې ناحیې د رئیس په توګه،ګل الرحمن احمدزی د اتمې ناحیې د رئیس په توګه، محب الله محب د پنخلسمې ناحیې د مرستیال په توګه،امان الله حمیدي د تنظیف ریاست د فني مرستیال په توګه، د بشري سرچینو کارکوونکې یاسمین هاشمی تبدیلا د بشري سرچینو د مرستیالې په توګه او محمد فهیم امیني د څوارلسمې ناحیې د مرستیال په توګه وټاکل شول. یاد مسئولان د لوړو زده کړو او په بیلابیلو برخو کې د څو کلنو کاري تجربو لرونکي دي، چې د پوهې او وړتیا له مخې به په پورتنیو برخو کې کابل ښاریانو ته د خدمت جوګه وګرځي.