د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو شوراګانو له رئیسانو سره د ملي دسترخوان پروګرام په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

21 حمل 1400

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي، د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا له رئیسانو سره د ملي دسترخوان پروګرام د بستو ویش په اړه د یوې ناسته په ترڅ کې بحث او خبرې اترې وکړې. ښاغلي شریفي په دې برخه کې له ګذر وکیلانو د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی کولای شي د ښاري ستونزو په برخه کې ګټور نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړي. د ګذر وکیل د خلکو او مسئولانو ترمنځ د نښلونکي پله حیثیت لري او د کمکي بستو د ویش له څرنګوالي څخه د دوی څارنه ډیره مهمه او اړینه ګڼل کیږي. د کمکي بستو لپاره د مکانیزم په رامنځته کولو کې د ګذر وکیلانو اماده ګۍ او همکارۍ ته پوره اړتیا ده، چې د ګذر وکیلانو هم په دې برخه کې له خپله اړخه د همکارۍ ژمنه کړې ده. ټاکل شوې ده چې ډیر ژر د کابل ښار په کچه د ملي دسترخوان پروګرام د کمکي بستو ویش پیل شي.