الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پغمان سیمه کې د کابل ښاروالۍ مېلمستون د رغونې چارې به ډیر ژر بشپړې شي!

21 حمل 1400

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي د څوارلسمې ناحیې اړوند په پغمان سیمه کې د کابل ښاروالۍ د مېلمستون له رغنیزو چارو لیدنه وکړه او مسئولانو ته یې لارښوونه وکړه، څو په تیزۍ او دقت سره د یادې ودانۍ چارې بشپړې کړې،څو ګټې اخیستنې ته وړاندې شي. د کابل ښاروالۍ د مېلمستون ودانۍ یوه له تاریخي ودانیو شمیرل کیږي چې،اوس مهال یې د اوسپنیز چت او رنګ چارې دوام لري. دغه راز ټاکل شوې ده د ښاروالۍ یوه اداري برخه هلته ولیږدول شي. دا مېلمستون ۱۴ مجهزې خونې لري، چې له دې وروسته به ترې غوره او پرځای ګټه پورته شي.