د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پلاستيکي کڅوړو کارونې د کمښت په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو!

21 حمل 1400

کابل ښاروالۍ له کابل ښاروالۍ څخه د ملاتړ پروژې په مرسته د صنفونو له یو شمیر استازو سره له پلاستیکي کڅوړو څخه د کمې ګټې اخیستنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ.له پلاستیکي کڅورو ډیره او تیت پرک ګټه اخیستنه د اندیښنې وړ خبره ده،چې د چاپیریالي ککړتیا سربیره د لسګونه ناروغیو خپریدو ته زمینه برابروي. کابل ښاروالي په دې برخه کې له ښاریانو د ډیرې همکارۍ غوښتونکې ده، هیله ده ښاریان له پلاستیکي کڅوړو کمه ګټه وخلي او د خپلو استوګنځیو او ملکیتونو مخې ته په لښتیو کې د پلاستیکي کڅوړو له غورځولو ډډه وکړي او خپل چاپیریال ته پاملرنه وکړي او په دې توګه د ځمکې او چاپیریال د ککړتیا سبب ونه ګرځي. د عامه پوهاوي په دې پروګرام کې د بیلابیلو ناحیو د صنفونو استازو ته د پلاستیکي کڅوړو د کمښت او له پلاستیکي کڅوړو د کمې ګټې اخیستنې په اړه معلومات وړاندې شول او دغه راز ښاریان د پلاستیکي کڅوړو پر ځای تکه یی کڅوړو کارولو ته وهڅول شول او دوی ته یو شمیر تکه یی کڅوړې ورکړل شوې. د کابل ښاروالۍ د تنظیف او چاپیریالي روغتیا ریاست له څه مودې را پدیخوا تر اوسه د پلاستیکي کڅوړو د کمښت او زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوي او په دې برخه کې یې نانوایانو،هوټلونو او نورو فعالیت کوونکو ته ځانګړې سپارښتنې کړې دي، څو په دې توګه د چاپیریال د ککړتیا سبب ونه ګرځي.