د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مینې د حلقوي سړک پر مسیر د شته خنډونو پاکولو په موخه اقدام وشو!

23 حمل 1400

د دولسمې ناحیې مسئولانو د احمدشاه بابا مینې اړوند د نوروز اباد ښارګوټي د حلقوي سړک پر مسیر د شته خنډونو پر پاکولو اقدام وکړ،خو په دې برخه کې د پولیسو د همکارۍ نشتون له کبله کار ناکام شو. د کابل ښار د ماسټر پلان له مخې د احمدشاه بابا مینې اړوند c حلقوي سړک په دولسمه ناحیه کې مهمه او حیاتي پروژه ده. د یاد سړک پر مسیر ناقانونه استوګنیزې نومرې ویشل شوې او د یاد سړک د 27 مترمربع په پراخوالي  سیمه یې  غصب کړې ده او اوس مهال پکې ناقانونه رغونې شوې دي. په پخوا وختونو کې د نوروز اباد ښارګوټي له لوري ناقانه کانګریتي رغونې شوې دي او اوس مهال یې د حلقوي سړک پر وړاندې ستونزې را ولاړې کړې دي چې د یادو ستونزو د حل په موخه جدي اقدام ته اړتیا ده.