الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دویمې ناحیې اړوندد کارته پروان بهارستان ګذر لپاره د وکالت ټاکنې ترسره شوې!

25 حمل 1400

د ګذر وکالت په اړوند کابل ښاروالۍ د نوې مقررې له مخې او د ګذر وکالت د ټاکنو پر دوام، د دویمې ناحیې اړوند د کارته پروان بهارستان ګذر لپاره د وکالت ټاکنې په پوره شفافه او د ټاکنو څارونکو بنسټونو په شتون کې ترسره شوې. د ټاکنو په پایله کې موسی خان وکولای شول د سیمې د خلکو د ۲۸۰ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د یادې ناحیې د دریم ګذر د وکالت څوکۍ خپله کړي. کابل ښاروالي د ګذر وکالت ټاکنې په دریو پړاونو کې ترسره کوي او دغه راز لومړیتوب هغه ناحیو ته ورکوي چې د ګذر وکیل یې مړ وي،استعفا یې ورکړې وې او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي او وروسته دا پروسه په ټولو ناحیو کې ترسره کیږي.