د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار په کچه یو شمیر مهمې پروژې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ۱۴۰۰ کال د وري په ۲۳ مه نېټه د لارجوړنې او بیارغونې اونۍ پروګرام په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.

25 حمل 1400

د کابل ښار په کچه د پنځو لویو پروژو چارې بشپړې او د ولسمشر له لوري ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې! په یادو پروژو کې د کابل ښاروالۍ پنځه لویې پروژې (د پاچا او شینه پلونو ساختمان،د خوشحال خان مینې نښلونکي سړکونو،له خواجه بغرا درې لارې تر نجارانو کلا سړک،د کابل صنعتي پارکونو سړکونه او د یو شمیر نورې پروژې) شاملې وې او د ولسمشر له لوري ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.  د پرانیستې په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني په چاپیریالي،اقتصادې ودې او ښاري برخو کې د کابل ښاروالۍ له لوري ترسره شوې کړنې وستایلې. ولسمشر وویل چې د یادو پروژو په بشپړیدو سره به د سیمو د نښلیدو سربیره خلکو ته په ټولنیزو او ښاري برخو کې زیات شمیر اسانتیاوې رامنځته شي او زیاته یې کړه چې د ښار د ابادۍ لپاره به داسې بنسټیزې پروژې دوام ولري. ولسمشر دغه راز د پروژو په پلي کیدو کې د معیارونو په پام کې نیولو باندې ټینکار وکړ او د رغنیزو چارو په برخه کې یې د سیسټم رامنځته کیدو په اړوند مسئولانو ته ځانګړې لارښونې وکړې. ورته مهال کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی ژمنه وکړه چې یو شمیر نورې لویې پروژې هم طراحي شوې دي او په بیلابیلو پړاونو کې به پلې شي. د پاچا پل د ۵۸ مترو په اوږدوالي او ۲۸.۴ مترو په پراخوالي او د شینه پل د ۳۹ مترو په اوږدوالي او ۲۸.۴ مترو په پراخوالي په بنسټیزه توګه د قلعه زمان خان شپیته متره سړک پر مسیر جوړ شوي دي. د یادو پلونو ډیزاین په کتو،دا پلونه په معیاري توګه د وخت اړتیاو او د اقصادي دهلیزونو غوښتنو ته ځواب ویلی شي، چې په ګټې اخیستنې سره به یې د ترافیکي جریان له تنظیم سره سره، سیمې یو له بل سره ونښول شي او زیات شمیر ټولنیزې،چاپیریالي او اقتصادې اسانتیاوې به رامنځته شي. د پاچا پل د ۱۳۷۷۷۸۸۸ افغانیو او د شینه پل د ۲۹۱۷۵۲۱۵۰ افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ له بودیجې څخه جوړ شوي دي. د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال خان مینې نښلوونکی سړکونه له ښوونې او روزنې پوهنتون د سپین کلي او سیلو واټ پر لور،له سپین کلي د دیوان بیګي پر لور د ۴ کیلو مترو په اوږدوالي او له ۳۰ تر ۴۰ مترو په پراخوالي په وروستیو کې په مډرنه او بنسټیزه توګه رغول شوي دي. دا سړکونه د ۳۲۸ میلیونه او ۲۲۸ زره او ۸۲۴ افغانیو په ارزښت د نړیوال بانک په مرسته جوړ شوي دي. په همدې توګه له خواجه بغرا درې لارې تر نجارانو کلا سړک د ۲،۲ کیلو مترو په اوږدوالي او ۴۰ مترو په پراخوالي د ۲۲۰ ملیونه او ۱۶۵ زره او ۴۱۴ افغانیو په ارزښت جوړ شوي دي. دغه راز د کابل ښار د صنعتي پارک سړکونه له ۲ کیلو مترو په ډیر اوږدوالي او په بیلابیلو پراخوالو د اوبو لښتیو په ګډون ګټې اخیستنې ته وړاندې شول. د سړک جوړونې یاده پروژه د ۱۰۴ میلیونه او ۱۵۷ زره او ۴۵۳ افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ په بودیجه او په هیواد کې د صنعت د ودې او د پانګوالو د هڅونې په موخه پلې شوې ده. یاد سړکونه د معیاري سړکونو ټولې برخې ( د اوبو لښتي، ګلدانونه، تنویر، کرښې اچول او...) برخې په بر کې نیسي چې ورسره به د سیمو د نښلیدو سربیره اقتصادې او ټولنیزې اسانتیاوې ښاریانو ته برابرې کړي او له بل لوري به ښاري ترانسپورټ ته د زمینې برابریدو سربیره ښاري ښکلا رامنځته شي. له یادو پروژو سمه ګټه اخیستنه او په ساتنه کې یې همکاري د ټولو ښاریانو دنده او مسئولیت دی.